پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
1218 متلونه موندل شوي
لرګي تراشه (توږه)، سړي ځنې جوړوه
له کونډې سره چې هر څومره ښه کوې، دا پخوانی مېړه یادوي
لیلي ته د مجنون په سترګه ګوره!
مال په دهقان سپاره، دهقان په خدای
مزدور چې له کال نه تېر شي، د کاله واکدار شي
نېک عمل به دې پاچا کړي، بد عمل به دې رسوا کړي
ویې واهه په سر، ویې چاودې تلې
هغه ورځې لاړې، چې دې لو کاوه په ولاړې
هلته به دې زده شي، چې د خوار په حال دې شپه شي
هلته به دې زده شي، چې په ادرګ بدرګ دې شپه شي
هم درڅخه مرم، هم درپسې مرم
یا د چلم سر، یا د پلاو بېخ
یاري چې په شوتالو شوه، نو ونه شوه
ابا مه ګوره خورجین يې ګوره
آسان يې نالول چونګښو هم پښې پورته کړې
انا مړه سوه تبه وشلېده
اوښ که هر څو نه لوی دی الوتې نه سي
باز چې هر څو مړه خوا رسي چوګښې نه خوري
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.