د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
د

د هر شي خوند په مالګه ښه کېږي، د مالګې خوند به په څه ښه شي

د

د هوا مرغۍ شل د پیسې

ډ

ډم خو موړ شو، چې پاتې يې کور شو

ډ

ډوډۍ به خپله خوري، سترګې به د نورو پرې سرې وي

ړ

ړانده ته د خولې لار معلومه ده

ژ

ژرنده چې بار نه لري، په څه به ګرځي

ژ

ژرنده که هر څومره ګړندۍ شي، لانده غنم نه اوړه کوي

ژ

ژوند دې ورک شه له مرګه بتر

ژ

ژوند يې ګران، مرګ يې ګران

س

سل روپۍ پور که، د اختر شپه په کور که

ش

شپه که تیاره ده، مڼې په شمار دي

ښ

ښه جالوان د طوفان په ورځ معلومېږي

غ

غټې سترګې ځان ویني، وړې سترګې جهان

غ

غل که نه تښتي، مل دې وتښتي

غ

غوټه چې په لاس خلاصېږي، په غاښو يې مه خلاصوه

ق

قابلیت د لمر سترګه ده

ک

کار نه ده سسته پسته، خوراک ته ده تندرسته

ک

کله وار د ابا، کله وار د ادې

ک

که آغا مري که بي بي، زما دې وي پخه ډوډۍ

ک

که باران وي که ږلۍ، مېلمه غواړي ښه مړۍ

ک

که څه وايي، څه به اوري

ک

که دا غوا مړه شي، هم به تا وړه شي

ک

که لاړ شې تر بلخه، درسره ده خپله برخه

ک

که ورځ د زورور ده، شپه د کمزوري ده