پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و
بابا ګيلې کوي ، ادې پېرې کوي
پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس ئې رسيږي
پاچهي پاچهانو لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره
باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړي يو وړه
بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل
بار ئې په شا نه شو وړای ، يو لرګی ئې بل پر کښييود
باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري
باغ که خراپوې ، الو پکښي ږده
باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي
بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر
بخت چي کوټه سي پاچهان ټکري خوري
بخت په ټنده دی نه په منډه
بد بانجڼ افت نه لري
بد په بلا اخته ښه دی
بد په سلام نه ورکيږي
بد تربور په بد ځای کي په کاريږي
بد مه راسره کوه ښه دي نه غواړمه
بد مه کوه بد به نه وينې !
بده ماندينه تنګه موچڼه ده
بدی چي نه کړای بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري
برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري
برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي
برخي وېشه مړونه ګوره
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.