پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
ته به يې خپل وبولې، دی به دې زوم وخېژي
ته خو د ډاګ وې، زه دې درسره د ډاګ کړم
ته خو د غور وې، زه دې له کمرو وغورځولم
جاهل ته دوه ځله سلام اچوه
چاړه چې د سرو زرو شي، څوک يې په نس نه منډي
چرګه مې ناجوړه ده، بانه مې ورته جوړه ده
چې ډول دې وي په څنګ، د وهلو يې څه ننګ
چې غلې غلې باسي، هغه تل کاڼي پرې باسي
د بل په قول شرط مه تړه
د بل کار که دې ښه وکه لاس پرې تور، که دې بد وکه مخ پرې تور
د پیشي اول ټس ته څوک ځان نه نیسي
د ډم سترګې به تل په نغري وي
دریاب په لپه نه کمېږي
د سپي دم زده کړه، خو کوتک له لاسه مه غورځوه
د ښار دروازې تړلې کېږي، د عالم خولې نه تړل کېږي
دښمني په سلام نه ورکېږي
د غریب په مرګ څوک نه ژاړي
د لندو خټو لږې اوبه دارو دي
د مور يې شړۍ لنګ وګوره، د لور يې شرنګ پرنګ وګوره
د ورځې د توتو په خوړلو شرمېږي، د شپې يې له پچو سره خوري
د وطن په قدر، مسافر ښه پوهېږي
دوه ګوتې مې تورې کړې، په تا خوارې مې پورې کړې
دوه مرغان، یوه يې ځاله، خبر نه دي یو د بل له حاله
د هر چا ښه، د خپل ځان ده
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.