پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
مېړۀ مړ کړه ، خو مېړانه يي مه وژنه !
مېړونه غرونه دي ،ښځې يي اړمونه دي
مرغان هم هغه سره ګرځي چې بڼې يي سره لګېږي
مرغۍ پۀ خپلو بڼو ښه ښکارېږي
مينه ړنده ده
مېلمه د خدای دوست وي
مړی چې خدای شرموي ، پر تخته يي معامله ګډه وډه شي
مار خوړلی له تور پړي هم وېرېږي
مار ته پۀ لستوڼي کې ځای مه ورکوه
مه وکړې هغه منډه چې مې کونه شي بربنډه !
نوې ناوې ته هرڅوک ببوزی وهي
نړۍ ليدونکي ډېر درواغ وايي
ورېندارې پۀ لېورو ساتلې وي
وينه پۀ وينه نه مينځل کېږي
وينه آزارېږي ، بېزارېږي نه
وروستۍ ورځ نامرده وي
وړۀ دې پۀ وړۀ منت دې پۀ څۀ ؟
وزه پۀ خپلو ښکرو نه درنېږي
ورور که د ورور له کوره خپه وځي ، خو پۀ هدېره کې ورسره يو ځای د پلار پر قبر شناختې دروي
همسايه غل مه نيسه
هرګرد شی غوز نۀ وي
هر کاره سړی هيڅ کاره دی
هيڅوک هم نه وايي چې زما د غړکې خوند بد دی
هغه څراغ چې دکور لپاره روا دی ، د جومات لپاره ناروا دی
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.