پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
که ګور ګران دی ، خو د مړي ناکام دی
کارغۀ د زرکې تګ کاوۀ خپل يې هېر شو
کږه خلۀ پۀ سوک سمېږي
که غر لوړ دی پر سر لار لري
که شپه تيارۀ ده خو مڼې پۀ شمار دي
کله ،کله له ړاندۀ هم لکړه لوېږي
که جنګ نه کوې لکۍ خو ببره نيسه
کوږ بار تر منزله نه رسېږي
کُلاله وکړه ،خپله سياله وکړه !
ګُل بې خاره نۀ وي
ګيله له خپله کېږي
له غرونو لوېدلي به پورته شي ،خو له زړونو لوېدلي به پورته نۀ شي !
له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه
له قامه سره خوره ، له قامه سره مره
لمر پۀ دوو ګوتو نه پټېږي
له بارانه تښتېدم ،تر ناوې لاندې مې شپه سوه
لوی مې کړې لويي مه راکوې
له مړو آواز نه راپورته کېږي
له پخلا شوي دښمنه ځان ساته
لال پۀ ايرو کې نه پټېږي
له لوږې مړ شه خو د سوال دارو مه خوره
له آزاره چا بازار نه دی موندلی !
له يوۀ لاسه ټک نه خېژي
له وچو سره لاندۀ هم سوځي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.