د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
ښ

ښځه د کور ډېوه ده

ښ

ښۀ خوی به دې سلطان کړي بد خوی به دې پۀ ځان پورې حيران کړي

ښ

ښځې چا مرکو ته نۀ دي بيولې

ښ

ښه ورځ پۀ منډه نه پۀ ټنډه ده

ښ

ښځه د ځان پۀ خوښه که د جهان ؟

ص

صحبت بې تاثيره نۀ وي

غ

غوښتل توانېدل دي

غ

غوا توره شيدې يي سپپنې

غ

غر پر غرۀ نه ورځي انسان پر انسان ورځي

غ

غرضي پر خټه اور لګوي

غ

غوښه چې دې د پيشو پۀ خله ورکړه ، نو يي ساتې له چا ؟

غ

غم به يي د بډبېرې زبېر کوي چې مېلمنو ته يي لار ښووله

ک

که تا ويل چې زۀ يم او ما ويل چې زۀ يم ، نه به تۀ يې نه به زۀ يم ،اوکه تا ويل چې تۀ يې او ما ويل چې تۀ يې ،هم به زۀ يم هم به تۀ يې !

ک

که روپۍ وړه ده خو پۀ تول پوره ده

ک

کلی پر نامۀ لري يو خوی تر نورور ښۀ لري

ک

کلی پۀ لېوني پورې خاندي لېونی پۀ کلي پورې

ک

که ولي نه يم خالي هم نه يم

ک

کله کله د سړي پۀ بې خيرۍ کې هم خير وي

ک

که برج نه سو کدانه خو به سي

ک

کوم کار چې پۀ صلاح وي ورکه يي بلا وي

ک

کوتره له کوترې سره او باز له بازه سره

ک

که نن پر ما سبا پر تا !

ک

که غواړې چې رسوا نه شې ، له ټولنې سره همرنګه شه

ک

که غل نه تښتي ، مل دې وتښتي