پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
د ښځې سل کمڅۍ دي ، سل سره بدۍ دي
د سپو کور پر کور بدي وي خوار غريب ته يو وي
دنن کار سبا ته مه پرېږده
د بل پۀ لاس مار هم مه وژنه
د آرمان واتۀ د آسمان خاتۀ دي
دزورور اوبۀ پر پېچومي خېژي
د زورور مې څټ هم خوښ دی ، د کمزوري مخ هم نه !
د لاس تڼاکې مرغلرې دي
د غزني زيارتونه تر خپلو پردو ته ښۀ رسېږي
ډبره تسي ځای ته ښه ځي
ډبره چې چېرې پرته وي هورې درنه وي
ډېر سفر وکړه چې خاموالی دې پوخ شي
ړوند له خدايه څۀ غواړي ، دوه سترګې !
ړنده سترګه څۀ ويښه څۀ ويده !؟
راست اوسه پۀ لويه لار کې ملاست اوسه
رڼا سترګې پټوي !
زۀ درنه پزه پرې کوم ، تۀ رانه پېزوان غواړې !؟
زۀ دې کښت نه کړم تۀ پټي راګڼې
زۀ دې پېرۍ نه منم ، تۀ راته مريدان نيسې
زړه ښځه پۀ تګ مالومه وي
سپين ويل ترخۀ وي
سور سپی هم د لېوۀ ورور دی
سړی دې سړي تالۍ ته نه تندي ته ګوري
سترګې له سترګو شرمېږي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.