پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
دښمن هغه دی چې اول يې ( هو!) او بيا يي (يه) وي
د غنمو لپاره پۀ زوزو هم اوبۀ لګېږي
د صبر مېوه خوږه وي
د ډوډۍ پر قدر وږي پوهېږي
دوست هغه دی چې پۀ سخته کې دې پۀ ښه راشي
د لاس ګوتې پۀ يوه اندازه نۀ دي
د شپې پای سپېدې راختل دي
د کور جارو ، دبل دارو
د خرۀ مړينه د سپي اختر وي
دوستي پۀ ليرې والي کې ښه وي
دګور شپه پۀ کور نه کېږي
د ناليده چې لور وشوه پۀ ښکلولو يي مړه کړه
د نر زوی ژړا پۀ ځانګو کې مالومه وي
د اوښانو خاوندان دروازې لوړې ساتي
د زړۀ زړۀ ته لار وي
د ډالۀ ږغ ليرې ښۀ ځي
د غلۀ پۀ غرۀ کې هم ځای نۀ وي
د مور پۀ نس کې چا نۀ دي زده کړي
د بل پر ايمان سړی جنت ته نۀ ځي
دنيا پۀ امېد خوړه کېږي
د بې عقله علاج نسته
د پلالې اور تر درمندۀ ځي
د سيال خواړۀ پور دي يا پېغور
د بې غيرته به دکور مېلمه واکمن وي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.