پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
دطالبانو غويىشو
دكانګړې په ټس كې لاړې بټګرامه
دقربان نه دې معلوميږي چې چرسي يې
دكوربه په پسه زړه كيده دميلمه په هډوكي نه كيده
دكبر كاسه نسكوره ده
دكور ګټه دډهلي ګټه ده
دكور په كار دكور ميرمن ښه پوهيږي
دكر واړې چج دى اواز يې شته دانې يې نشته
دتورې پرهار به جوړ شي د ژبې پرهار نه جوړېږي
دوست به دې وژړوي دښمن به دې وخندوي
د سوال پۀ اوبو ژرنده نه چلېږي
د هرې ونې مه خوره د يوې به دې ګنډېر شي
د خوار به پۀ حلوا کې غاښ وتلی وي
د لندو خټو لږې اوبۀ دارو وي
د کور کلي سپی ، د بهر سړی
د پردي کلي ناوې ښايسته وي
د خرۀ لغته ،ملنډه وي
دروغ د ايمان زيان دي
د زمري غار بې هډوکو نۀ وي
د عقل وږی نسته د دنيا موړ
د نوي منګي اوبۀ خوږې وي
دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي زيان يې د بوټو کاڼو وي
دوه غوايي چې ښکر پۀ ښکر شي ،زور يې د وښو پرخوا وي
درياب پۀلوټه نه خړېږي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.