پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ، ده جړونګان له بېخه وکښه
اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کم ځای مي سم دی
اوښ دي اوسار کئ نو دي پلار کئ اوښ چي ئې نته کی نو ئې اور ته کی
اوښ چي لوي بار وړي خوارک ئې ځوز دی
اوګره په تلوار نه سړيږي
اوګره ځيني توې سوله ، ويل په نصيب مي نه وه
اول اتام پسې کلام
اول ځان پسې جهان
اول حق د ګاونډي دی
اول زده کړه ، بيا کوزده کړه
اول سلام پسې کلام
اول کوه احتياط ، اوستری مه کوه پسات
اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده
اول مي نه خوړی هزارسلاخي ، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخي يو ډول ډوډۍ ده چي وېشلې هم بولي )
ايلچي ته نه بند شته نه زندان
اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي
اختر څۀ پټ مېړۀ نه دی چې تېر به شي
اوبۀ پۀ ډانګ نه بېلېږي
ازمويلی بيا مه ازمويه
اوښ ليدلی ، نه ليولی
انسان له ختا سره ملګری دی
اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي
اور ته راغلی د کور څښتن شو
بابا حلاله ، پوخۍ مه حلاله
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.