پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
1218 متلونه موندل شوي
د خوږ لاس غوندې يې د زړه پورې نيولى دى
ډير پرې قدرمن او ګران دى
د جولا د ننګورتيز شو
دخرې څټه وركه شه دښځې ګټه وركه شه
خپل لونه لورمه پټوه
دخوار ملا په اذان څوك كلمه نه وائي
دڅادر نه پښې مه اوباسه
دڅپلۍ ګردته يې هم نه شې رسيدى
دچراغ لاندې تياره وي
دچرګې دنيولودى
دچرګ دمالګې دڅټلوسره څه دي
دچادسترګو نه خلى نه اوباسي
دچل ياري سرته نه رسيږي
ددوزخ خپسه پرې ناسته ده
ددله سپيه چې غاپې نه بوڅ خوكښينه
ددرواغو مزل لنډوي
ددرمند څخه يې ناپاكي زياته ده
ددووه به كوروي ددريم ګړي به مخ توروي
دډير وامساء ديوګيډى
ددادپورې يې پريږده
دډير وخويندووروردى په دنګه ولويْې كونه وشليده
دځوانۍ يوه نيشه وي هسې نه چې هميشه وي
دځنګل اوردى زياتيږي اوكميږي نه
داخوله كه زماواى مابه پرې ï¿1⁄2. خواړه
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.