پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
خدای شړلی نه سميږي
خدای وهلی د خلګو نه شرميږي
خپله لاسه ګله لاسه
خدای د ناروا ملا نه تړي
خدای دي په هغو پوښته چي لري ئې
خدای او مړو سره وپېژانده ، خو مړونه او مړونه نه سره پېژني
خدای دي هيڅوک داسي نه که ، چي خپل درنه که د بل سپکه
خدای يو دی ، روزۍ ئې ډيري دي
خدای چا ليدلی نه دی پر صنع اوقدرتو ئې پېژني
خدای خبر دی ، چي تره کاپر دی
خدای او پاچا ئې راکوي ، شيخ مير ئې نه راکوي
خدايه لوی مي کې ، لويي را مه کې
خدايه لويه ! ما وساتې بې زويه
خدای وائې ته حرکت کړه ، زه به برکت کړم
خرابه ښځه د بل ده
خر پر لار که ، خپله چار که
خر پلار که ، خپله چار که
خر په پالانه نه درنيږي
خر په اته ، کوټې ئې په شپېته
خر په وهلو نه آس کيږي
خرپه غره کي بوعلی دی
خر په سبا څه خبر
خر نه دی کچر دی ، په پوري د خره سر دی
خر چي تر خره پاته شي ، غوږ ئې پريکه
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.