د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
چ

چې زوړ شي ، څۀ ترې جوړشي

چ

چې درومې ،څۀ به مومې

چ

چې ښار وران شي شادوګان هم پۀ کې لوټې وولي

چ

چې مدعي له کوره نۀ وي ، خونه يي توره نۀ وي

چ

چې اوسې پۀ خوی به د هغو سې

چ

چې نۀ وي آدم خان ،تل به يي مري اوښان

چ

چې څنګه مخ ،هماغسې څپېړه

چ

چې عقل يې کم ورکړ ، تل يې غم ورکړ

چ

چاړۀ که دز رو شي هم پۀ نس نه چوخېږي

چ

چې ځې ،ځې ابازو له به راځې

چ

چونګښه له ماره سره تله ، پۀ منځ دوه ځايه سوه

چ

چې چېرې ډب وي ،هورې ادب وي

چ

چې راشي قضا ړندې شي بينا

چ

چې يارانه پۀ شفتالو شوه ، نو بيا ګرانه ده

چ

چرګ دې يم خو حلالوې به مې نه

چ

چې پۀ ما پسې سپره سې ، بيا زما پۀ وينو سره سې !

چ

چې خوب درشي بالښت نه غواړي ،چې زړۀ مئين شي ښايست نه غواړي !

خ

خانده خانده ، ښه کور دي اوډلی دی

خ

خان صاحب ! يو تار ورېښم نه خوړ ، لس زره روپۍ ئې وخوړلې

خ

خاوره د خُسر د ګوره اخيستل کيږي

خ

خبر د خدای لپاره ، لوړ د ورور له پاره

خ

خبره تر خبري پوري ياديږي

خ

خبري کي افغانې کوي ، نې پلار نه ېې ادې کوي

خ

خبري زده که بيا ئې وکه