پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چي ډيری سي ، مرداری سي
چي راځي د بل د کوره ، پرتابه شپه سي تکه توره
چي زر وي . زاری د کمه ده ؟
چي زړه خوږيږي ، له ړندو سترګو هم اوښکي راځي
چي زما پر مينه نه وي ، هغه واړه ښه سړي وي
چي زما په ډوډۍ مست سي ، هغه زما دمور مېړه سي
چي زما سره ځي ، تل به توري وڅکي خوري
چي زيار کاږي ، ګټي د هغو دي
چي ژرنده ئې ګرځي ، بلا ئې پرځي
چي ژوندی وم ښه مي غواړه ، چي مړ سوم مه راپسي ژاړه
چي سپی د دنيا نه سي ، ددنيا خاوند به نه سي
چي ستا د کوره راځي ، په غلبيل کي دي راځي
چي ستړی نه سی ، موړ به نه سی
چي سر وي خولۍ ډيري دي
چي سر دي نه خوږيږي داغ مه پرايږده
چي سره ونه مېژې ، سره به ونه ګټې
چي سوی تر پلو ده ، تازي ته غول ورغله
چي شپه ئې ترمينځ وي د هغي ببلا مه بېرېږه
چي شل ګله ورکې ، درې ګله ورنه کې ، ګل بې نه کې . ( ددې څخه مطب ښځه ده )
چي ښه هلته دي شپه
چي طلب ئې کوې پرپېښ به سې
چي عقل نه لري ، پر کور بې تل غم وي
چي علي درسره مل وي خطر نسته
چي غل نه ئې د پاچا مه بېرېږه
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.