د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
ا

اشه اشه بابا اشه ، قاضي غلام غوندي مريی لرې

ا

اصيل په ګدله کي ، کم اصل په ګزبره کي

ا

اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت

ا

اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري

ا

اصيل خوري نه خاوري کيږي

ا

اصيل کوټور ، کم اصل څپړور

ا

اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي

ا

اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی

ا

اصيل نه ورکيږي

ا

اصيل بې بها وي ، کم اصل بې بها وي

ا

آغا کور نسته د بي بي څخه بېره نسته

ا

الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خوله د ملا عثمان غواړي

ا

اګر و اګر سره ورته دي

ا

امانت مځکه نه خيانتو ي

ا

آموخته خور بلا خور

ا

آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور

ا

امير ئې ورکوي ، شېخ مير ئې نه ورکوي

ا

انا مړه سول تبه ئې وشلېده

ا

انسان تابع د احسان دي

ا

انسان تر کاڼي سخت تر ګل نازک دی

ا

انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي

ا

اوبو اخيستی زګ ته لاس اچوي

ا

اوبه په ډانګ نه بېليږي

ا

اوبه چي تر سر تېري سي څه يو نيزه څه دوې