د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
ځ

ځوان پر غړي زوړ پر لري

ځ

ځان ساتلی ښۀ دی ، دښمن وژلی ښۀ دی

ځ

ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بلېږي

ح

حيادار حيا کوله ، بې حيا ويل زما څه بېريږي

ح

حال منصور وايه چي سر ئې په دار شو

چ

چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړۍ

چ

چا په ورا کي نه پرښو . ده ويل د مخ اوښ زما دی

چ

چاپه قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی

چ

چاړه چي د سرو زرو سي ، څو ئې په نس کي نه و هي

چ

چا مونده ، ما مونده

چ

چرت ئې واهه خورجين ئې بايلو

چ

چرسي زوی نه زوی ، تارياکي دوه په ايکي

چ

چرګ په تالې کي ګوره

چ

چرګ دی يم حلالوه مي مه

چ

چرګ پر ډيران مه ګور ه ، پر کاسه ئې ګوره

چ

چرګ چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي

چ

چرګ چي ځوان شي پر بام ورو ورو ځي

چ

چرګ پر پرديو غوړو مست وي

چ

چرګه مي ناجوړه ده بهانه مي ورته جوړه دي

چ

چرګه چي ببره شي ، دا هم بد جناور نه دی

چ

چرګ د مالګي په څکلو څه پوهيږي

چ

چغال ته الو نه رسيده ويل دا تروه دي ، چغال پر نعمت شکر کښه چرګ ئې د خولې ووت

چ

چه اړ سې ، و خره ته وای بابا

چ

چي اوبه وي تېمم ته څه حاجت دی ؟