پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
څوری څه په څنګ څه په نس
څوک چي لاس درپوري بند کي مه ئې غوڅه وه
چوک چي بيده وي ، مېښه به ئې نرګټی زېږوي
څوک مه واهه په ګوته ، تابه نه ولي په لوټه
څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی
څوک وائې څه وخورم ، څوک وائې په چائې وخورم
څونه چي خرګی ، هغو نه ئې بارګی
څو ئې ونه شاربې کوچي نه کوي
څه توره تېره وه ، چه انا ورسته وه
څه خوره ، چه پرېږده
څه چي په کټو کي وه ، هغه په څمڅۍ کي ښکاري
څه دي کول ،چي پلار او نيکه دي کول
څه راوړه ، څه به يوسې
څه زه بد وم ، څه دښمنانو لاس راپسي تکوهل
څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه
څه لاس تر مينځ ، څه غر
څې کوې ، چي نې کوې
څلاکه مرغۍ پۀ غبرګو پښو نښلي
څۀ چې کرې هغه به رېبې
څۀ غنم لاندۀ وو څۀ ژرنده پڅه
ځان دي وخوری نوکری ، چي په لږ و ډير لری
ځان ته ښه وائې ښه نه کړي ، داڅه وائې دا څه کړي
ځانه ! خپله ځانه !
ځنګل چي اور اخلي ړ وچ او لانده ګرد ه اور اخلي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.