د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
ت

تر بې عقله دوست هوښيار دښمن ښۀ دی

ت

تورۀ وکړه ، توره پخپله چغې وهي !

ت

تربور مړ کړه ، لمر ته يي مه اچوه

ت

تربور مړ ګڼه ،پړ يې مه ګڼه

ت

تقدير پۀ تدبير نه بدلېږي

ت

تر وزګار بېګار ښۀ دی

ت

تر وژلي ورور پرې ايښې ګومل ښه ده

ټ

ټر ټر دادي خاني ده ، خوراک دي نالبکی ده ، ستاګوز ته ارباني ده .( ګوز څه مراد کبر او لوی خبري دي )

ټ

ټمبه ته يو باد هم غنيمت دی

ج

جار دي سم ګوته دروړم

ج

جار دي سم روپۍ ، چي هم سپر ئې هم ګدۍ

ج

جت مي تک تور ، نه ئې عيب سته نه پېغور

ج

جع پر غاړه او جغ غواړه

ج

جفا مرګی ښه ده ، نه بې اتفاقي

ج

جنګ په وسله ، ننګ په غله

ج

جنګ پر خاوره ښه دی ، نه پر شېدياره

ج

جنګ پر شيدياره ښه دی ، نه پر خاره

ج

جنګ جنګي کوي ، ننګ ننګي

ج

جنګ چي نه کوې ډبره لو اخله

ج

جنګ سوړ سو ، ميری تود شو

ج

جولا سوی نه ئې ، بيا نېچې غلا کوې

څ

څيراغ چي ئې په کور کي لګيږي و صحرا ته څه حاجت دی

څ

څمڅه په ځان غره سوه ، چي په دې اوګړه سړه سوه

څ

څنګه وي هغه سياه بخته ، چي څلويښت ورځي نه وي نيک بخته