د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
ت

توتکۍ وای بې ازاره ده ، ويل د ځمکي د چنجيانو وپوښته

ت

تور په توره شپه اخله ، چي سور وينې سين مه اخله . ( مراد ځيني غوا يا غوايی دی دا د بزګرو متل دی )

ت

تور د تور دی ، ژيړ د نجنو دی

ت

تور سپی د اوزګړي په بيه خرڅېږي

ت

توره کښلې ، کونه کښلې

ت

توره په اصيل والي غوڅه کوي

ت

توري نور ځوانان وهي ،منصب سدو وخوړی

ت

توري چرګي سپيني هګۍ اچوي

ت

توزنه هيله د خدای د کرمه وتلی ده

ت

توکل نر دی ړ اندېښنه ښځه

ت

توکلي ناړي خولې ته بېرته نه اخيستل کيږي

ت

ته څه سخندر سخندر لرې ، چه نه اورې نارې

ت

ته ښه سړی ئې د پلار دي دامانه کړی

ت

ته کښته سه ، آس ماته راکه

ت

ته مي بزې واهه ، زه به دي روژې واهم

ت

ته هم اسيوان زه هم اسيوان ، ته واماته واغزل ووايه

ت

تېغ په جوهر خوارک کوي

ت

توکلې ناړې بېرته نه اخيستې کېږي

ت

تماشبين د نښې منځ وولي

ت

تور بانجان بلا نه وهي

ت

تر چاړۀ لاندې هم ساه سته

ت

تر ورخ تېرې اوبۀ بېرته نه راګرځي

ت

تيږۀ راځي ،راځي دخوار پر سر لګېږي

ت

تۀ زما دارو ، او زۀ ستا دارو !