پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
تر رمې ئې سپي ډير دي
تر زرين پوښه پياده ، د غوايي سپور ښه دی
تر سړه ګټه ترت تاوان ښه دی ږ
تر کورني سړي ، ګښته خر ښه دی
تر شير ئې په ښوروا خوشحاله دی
تر مز ئې شکردانه ډيره ده
تر مړه زمري ، ژوندی ګېډړ ښه دی
تر مور او پلار خوږې ، راکښېنه که ورجي غوښي خورې . ( مراد د مخاطب څخه ماندينه ده )
تر ناپوه دوست ، هوښيار دوښمن ښه دی
تر نکه ئې وپوهېدې؟ ډير دي
تر ورخ چي اوبه تېري شي ، بېرته نه را ګرځي
ترور نيمه مور
تروری تروری ، موږ به سره جوړ سو ستا ئې پاته مخ توری
تر وېش ئې په چور خوشحاله دي
ترياکي دوه په ايکي
تر يوې خرما دوې وڅکي ښې دي
ترهېدلی خو ترهېدلی دی ، نو ښه پسي چغي که
تږی په خوب اوبه ويني
تږی سپی ئې پر کور نه اوبيږي
تشه لاسه دښمن مي ته ئې
تښتي له سېرلي ، غول کړي په زمري
توبه د مړو خالي ده . ( توبه ، د يو علاقې نوم دی د قندهار په جنوبي سرحد کي )
توپکه مه د ي خوله سه ، مه دي کونه
تو ، په شونډانو کيږي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.