د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
1218 متلونه موندل شوي
پ

په پردې وطن کي ......... واچواه ترې تېر شه

پ

په تياره کي خپل سېوری هم نه ښکاريږي

پ

په تېر پسي ترتاب نسته

پ

په تېرو اوبو پسي چا کره (( يوم )) نه وي وړی

پ

په ټول بابړ يو لوړ

پ

په جار جار دي مي ښه نسته ، ګېډه مي مړه که

پ

په جنګ کي يو ګام د سلو کالو لاره ده

پ

په ځنګله ئې و زېږوه ، په بازار کي ئې لوی که

پ

په څاڅکي څاڅکي ډنډ جوړيږي

پ

په خپلو خپل ، په پردو پردی

پ

په خپله کوڅه کي سپی هم زمری وي

پ

په خره ئې وس نه رسيده پر پالانه ئې راواچول

پ

په خندا پسي ژړا ده ، په ژړا پسي خندا ده

پ

په خواره ځمکه کي هر واښه شين کيږي

پ

په خوله خوږ ، په کونه کوږ

پ

په خوله لااله ، په زړه غلا

پ

په دوبي چېري وې چي په ژمي سېوري کوې

پ

په دنيا باور مه کوه ، ګاهي لوړ ده ګاهي ځوړ

پ

په درنو دروند په سپکو سپک

پ

په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه

پ

په ډيرو ليوني خوشحاله د ي

پ

په رنګ ښايسته ، په عمل خواره خسته

پ

په ړنديانو کي چپک اغا دی

پ

په زحمت پسي راحت دی