د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
29 متلونه موندل شوي
ک

که تا ويل چې زۀ يم او ما ويل چې زۀ يم ، نه به تۀ يې نه به زۀ يم ،اوکه تا ويل چې تۀ يې او ما ويل چې تۀ يې ،هم به زۀ يم هم به تۀ يې !

ک

که روپۍ وړه ده خو پۀ تول پوره ده

ک

کلی پر نامۀ لري يو خوی تر نورور ښۀ لري

ک

کلی پۀ لېوني پورې خاندي لېونی پۀ کلي پورې

ک

که ولي نه يم خالي هم نه يم

ک

کله کله د سړي پۀ بې خيرۍ کې هم خير وي

ک

که برج نه سو کدانه خو به سي

ک

کوم کار چې پۀ صلاح وي ورکه يي بلا وي

ک

کوتره له کوترې سره او باز له بازه سره

ک

که نن پر ما سبا پر تا !

ک

که غواړې چې رسوا نه شې ، له ټولنې سره همرنګه شه

ک

که غل نه تښتي ، مل دې وتښتي

ک

که ګور ګران دی ، خو د مړي ناکام دی

ک

کارغۀ د زرکې تګ کاوۀ خپل يې هېر شو

ک

کږه خلۀ پۀ سوک سمېږي

ک

که غر لوړ دی پر سر لار لري

ک

که شپه تيارۀ ده خو مڼې پۀ شمار دي

ک

کله ،کله له ړاندۀ هم لکړه لوېږي

ک

که جنګ نه کوې لکۍ خو ببره نيسه

ک

کوږ بار تر منزله نه رسېږي

ک

کُلاله وکړه ،خپله سياله وکړه !

ک

کار نه ده سسته پسته، خوراک ته ده تندرسته

ک

کله وار د ابا، کله وار د ادې

ک

که آغا مري که بي بي، زما دې وي پخه ډوډۍ