پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چي ورور ئې نه کې ، پر ....... به ئې نه کې
چي ولاړ سې تر بلخه ، درسره ده خپله برخه
چي وويشت نه سي ، خبر به نه سي
چي وې غواړي په خوله ، نو خورې به ئې په څه ؟
چي هوږه ونه خوري د خولې ئې بوی نه ځي
چي هوس دی ، دغونه بس دی
چي يو لور ئې تر ملا وي ، می ځني رغوه
چي ئې ياد کړې په وړکتوب ، هېربې نکړې په زوړ توب
چي يو واهم ، بل په رنګيږي
چي ئې زده کړې پر پېکی ، هير بې نه کړی پرنګښی
چي زده د کميس غاړه ، هغه ئې خوري په لکه غاړه
چي ئې زده د کميسه غاړه ، هغه بيا کله شړلې ولاړه
چونه انا راوبولی ، چي سر ئې په کټو کي پرې کي
چيري دي واهم ، چيري دي باسي
چيري هېډو ، چيري ګېډو ، راځه چي سره ځو
چيري ...... ، چيري څنګل
چيري چي ډنګ سي ، د ابۍ کودی تر څنګ سي
چيري کلاله ګوره ، خو خپله سياله ګوره
چې چېرې ښه ،هورې شپه
چې مړ شي ، هغه پړ شي
چې زوړ شي ، څۀ ترې جوړشي
چې درومې ،څۀ به مومې
چې ښار وران شي شادوګان هم پۀ کې لوټې وولي
چې مدعي له کوره نۀ وي ، خونه يي توره نۀ وي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.