د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
216 متلونه موندل شوي
چ

چي مېښه زهيره وي ، کټی ئې واهه

چ

چي نغده دي وليدل څنګه دي وخندل

چ

چي نه کوي حبيب ، څه به وکي خوار طبيب

چ

چي نه کار په هغه دي څه کار ؟

چ

چي نه دي وي د موره داسي مه وايه چي وروره

چ

چي نه خوری د باغه ، غم به ئې پر څه خوری غرمساغه

چ

چي نسې تلای وابه دي خلم ، چي نه ځې څه دروکم

چ

چي نه دي وي له ملا ، داسي مه وايه اغا

چ

چي نه لري هلک ، هغه کور دتېغ لايق

چ

چي نه لري سړ ي، نه دي کورت خوري نه غوړي

چ

چي نه غواړم ، هغه مه راپېښوې

چ

چي نه لرې پنګه ، مه کښېنه د چا د څنګه

چ

چي نه مرم لابه واورم

چ

چي نه دي وي د پښته ، دهغو کسانو تښته

چ

چي نه پوهيږي د هغه دوې برخي

چ

چي چي نواله خوري جاناز به وهي

چ

چي نه منې د يار پندونه ، لاس به نسې پر سرونه

چ

چي نه ځيني خلاصېږې ، بړ بړ پر ورځه

چ

چي نوای د خدای زرونه ، د هر چا پس وه خپل کورنه

چ

چي واورې وايه ، چي ووينې مه وايه

چ

چي وخت د ښکار سي تازي ، اسهال سي

چ

چي وخت د ختمې سي ، د يتيم پزه ويني سي

چ

چي وخورې د نر لغته ، داسي به کښېنې لکه اورته

چ

چي ودي نه پوښتي ، مه ګډيږه