پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چي کوچنی وي پر پښو ځي ، چي لوی سي پر اوږو ځي
چي کوچنی ونه ژاړي ، مور تۍ نه ورکوي
چي کرې هغه به رېبې
چي کلی په نامه لري ، يو خوی تر نور ښه لري
چي کور پر غره لري ، هم نوي هم زاړه لري
چي ګړنګ مي څڅېده ، چي خدای راکړي ستا ئې څه ؟
چي لری دی لری ئې ، لړی دی لړی ئې
چي لږ خوري هغه تل خوري ، چي ډيره خوري هغه ګنډير خوري
چي لو کونه وينې ځني ځغله
چي لوی غاپي ، کوچنی تراپي
چي له مازيږي ، بلا زيږي
چي له خدايه پټه نوي ، د بندګانو ئې ولي پټوې
چي د ياره وائې ، دځانه وايي
چي مربی لری ، مربا خوره
چي مړونه وي هلته کورنه وي
چي مړ سو هغه پړ سو
چي مشر ئې ساوڼ وي ، لښکر ئې ګوزاوڼ وي
چي مشر ئې وي سپی ، د کشر ئې څه کمی
چي مشر ئې غمبر وي ، اختر بې ماذيګر وي
چي ملا وائې هغه کوه ، چي ملا کوي هغه مه کو ه
چي مور دي نه وي په پلرګنۍ ، ورې ولي ځې ليونۍ
چي مور لري ادکه ، په صفت به ئې واده که
چي مور ئې بټياري وي ، زوی ئې نه فتح خان کيږي
چي مور مېره سي ، پلار پلندر سي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.