د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
216 متلونه موندل شوي
چ

چي خاوند ئې لېټۍ خوري د سپو بې څه احوال وي ؟

چ

چي خبر سي بې اثر ، ترينه پټه خوله بهتر

چ

چي خدای ئې ورکوي ، پټل ئې يار دی

چ

چي خدای کوي ، هغه به وسي

چ

چي خر نه لري ، خر نه ارزي

چ

چي د اختر کالي دي دادي ، د لو دا به دي کم وي ؟

چ

چي د هلکه وفا غواړې ، لکه د خره چي کيميا غواړی

چ

چي د بنګو بټل زدوئی ، اخير به بنګي سي

چ

چي د بل مور بوره وي ، ستا به هم بوره کي

چ

چي د جان سي تر سر تېره ، خدای دي نه کي دا نا بوده دنيا ډيره

چ

چي د ګېډري په جنګ وزې ، تايه د زمري نيسه

چ

چي د ملا غواړی ، خدای دې نغاړی ، چي و ملا ورکي خدای دي ورکي

چ

چي در ئې نه کړم ، ازار دي پر څه کړم ؟

چ

چي درومې څه به مومې

چ

چي دود نه وي هلته سود نه وي

چ

چي د ړندو پر کوڅه راسې ، پر يوه سترګه لاس ايږده

چ

چي دي نه وي دردمونده . در به نسي پر تنګسه :

چ

چي ډب نه و يادب نه وي

چ

چي ډول دي وي په څنګ ، دوهلو دي څه ننګ

چ

چي ډير وايي . لږ خيژي

چ

چي ډيری سي ، مرداری سي

چ

چي راځي د بل د کوره ، پرتابه شپه سي تکه توره

چ

چي زر وي . زاری د کمه ده ؟

چ

چي زړه خوږيږي ، له ړندو سترګو هم اوښکي راځي