پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چي په مرګ ئې ونيسې ، په تبه به راضي شي
چي مېلمه ئې سوړسک خوري ، کوربه به څه خوري ؟
چي په ډير ئې واخلې ، په لږ ئې مه خرڅوه
چي په ډله کي دوست نه وي ، مه پکښي کښېنه
چي په ډير حرص ئې غواړي ، هغه کم خوري
چي په زور ورسره نه وي برابر، د هغو د څنګه نه کښېني زړه ور
چي په کور کي غوړي مومي ، ليونی به غرو ته درومي
چي په نيمه شپه بېدار ئې ، که غل ئې زما يار ئې
چي پيلان کوي ، پيلخانې به هم کوي
چي پيلان لرې ، دروازه به لوړ ي ايږدې
چي تا وکړل ، ما وريبل
چي تر ملکه دي کړه ، نو دي ورکه کړه
چي ته راځې له هلکه ، زه په څلور مړونه وکم
چي تيار وي ، هغه يار وي
چي تېرسو ، هغه هېر سو
چي چرګ نه و ، آذان چا کاوه
چي چنګښي وای کور_ نرکی وای مقر
چي چنګښي وای غار ، ترکی وای کندهار
چي څوک دي ونه پوښتي مه ګډيږه
چي څه درپوري وينم ، ګوړي غوندي دي وينم، چي څه نه درپوري وينم ، هرګز دي نه وينم
چي ځوان وم د هري چټي يار وم ، چي زوړ سوم د خواري خواري پروړ سوم
چي حيا مي ځني نسي څه بلا مي ورته نسي
چي حج حج لرې ، يوخت به حاجي سې
چي خان ئې په ياران ئې ، چي ياران نه وي توري خاوري د بيابان ئې
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.