پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چي باد نه وي وني نه ښوري
چي باجوړ دي نه وي خوړلی ، بد مه پر وايه
چي باد وي د پاسه ، باران ئې سم دلاسه
چي باد ئې وي د کښې ، وريځي ځغلي لکه بزې
چي بابړ ئې زما په کتاب پړ ئې
چي بخت ئې تور سي دښمن ئې د پلار کور سي
چي بد ګرځي ، بد په پرزي
چي بد کوي ، بد به مومي
چي بد غواړي ، پر بدو به واوړي
چي بې ملو ځي ، تور ما بې پر اوږو ځي
چي فال ګورم ښه راځي ، چي يار ګورم نه راځي
چي درانه بارونه وړي ، خوراک ئې ځوز دی
چي اومه کاکونه خوري ، خوراک ئې ګوز دی
چي پردۍ لور ته ئې طمع سي ، يو من غوښه ئې کمه سي
چي پر لوړه ګرځي ، پر ژوره پرزي
چي پر کوي منډک دي ، يووې ، نودی په غووې
چي پلار ئې وز نه وي ويشتلی ، مور ئې غوز نه وي ويشتلی
چي پوڅی خورې ، متار به سهی
چي په جنګ کي ................. غوړي ، نوم ئې سدو دی
چي په ځان کي ويني ، په جهان کي ويني
چي په پټه وي ، په ښکاره لنګيږي
چي په ناز لويږي ، په زيار زړيږي
چي په خره دي کار نه وي ، اشه مه ورته وايه
چي په خپله ئې وخورې غول به سي ، چي بل ته ئې ورکې ګل به سي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.