پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
چوک چي بيده وي ، مېښه به ئې نرګټی زېږوي
چا په کلي کي نه پريښو، ده ويل اس مو د ملک کره وتړۍ
چا په ورا کي نه پرښو . ده ويل د مخ اوښ زما دی
چاپه قافله کي نه پريښو، ده ويل د مخ اوښ زما دی
چاړه چي د سرو زرو سي ، څو ئې په نس کي نه و هي
چا مونده ، ما مونده
چرت ئې واهه خورجين ئې بايلو
چرسي زوی نه زوی ، تارياکي دوه په ايکي
چرګ په تالې کي ګوره
چرګ دی يم حلالوه مي مه
چرګ پر ډيران مه ګور ه ، پر کاسه ئې ګوره
چرګ چي غټيږ ي ، کونه ئې تنګيږي
چرګ چي ځوان شي پر بام ورو ورو ځي
چرګ پر پرديو غوړو مست وي
چرګه مي ناجوړه ده بهانه مي ورته جوړه دي
چرګه چي ببره شي ، دا هم بد جناور نه دی
چرګ د مالګي په څکلو څه پوهيږي
چغال ته الو نه رسيده ويل دا تروه دي ، چغال پر نعمت شکر کښه چرګ ئې د خولې ووت
چه اړ سې ، و خره ته وای بابا
چي اوبه وي تېمم ته څه حاجت دی ؟
چي اوسې په خوی به د هغو سې
چي بابا ژوندی و ، د ادې په لاس کودی وو
چي بابا ژوندی و ، هلته ادې ادې وه ؟
چي ايمان وي مرګ څه دی
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.