پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
څيراغ چي ئې په کور کي لګيږي و صحرا ته څه حاجت دی
څمڅه په ځان غره سوه ، چي په دې اوګړه سړه سوه
څنګه وي هغه سياه بخته ، چي څلويښت ورځي نه وي نيک بخته
څوری څه په څنګ څه په نس
څوک چي لاس درپوري بند کي مه ئې غوڅه وه
څوک مه واهه په ګوته ، تابه نه ولي په لوټه
څوک وائې چي زما د غړيکي خوند بد دی
څوک وائې څه وخورم ، څوک وائې په چائې وخورم
څونه چي خرګی ، هغو نه ئې بارګی
څو ئې ونه شاربې کوچي نه کوي
څه توره تېره وه ، چه انا ورسته وه
څه خوره ، چه پرېږده
څه چي په کټو کي وه ، هغه په څمڅۍ کي ښکاري
څه دي کول ،چي پلار او نيکه دي کول
څه راوړه ، څه به يوسې
څه زه بد وم ، څه دښمنانو لاس راپسي تکوهل
څه ژرنده پڅه وه ، څه غنم لانده وه
څه لاس تر مينځ ، څه غر
څې کوې ، چي نې کوې
څلاکه مرغۍ پۀ غبرګو پښو نښلي
څۀ چې کرې هغه به رېبې
څۀ غنم لاندۀ وو څۀ ژرنده پڅه
څوک ځان غواړى څوک جهان
څه ژرنده پڅه څه غنم لانده
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.