پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
پيل چي ژوندی وی يو لک دی ، چي مړ سي دوه لکه دی
پيل تلی ، تلی پر پکی ودرېدی
پر اوښ به سپور يې سپی به دې وخوري
پۀ يوۀ ګل نه پسرلی کېږي
پۀ جنګ کلي نه کېږي
پښه خپله پڼه پېژني
پۀ شرم دې هغه وشرمېږي ، چې پرې پوهېږي
پښې له بړستنې سره سمې غزوه
پور چې ځنډنی شي ،خوردنی شي
پۀ يوه پڼه کې دوه پښې نه ځايېږي
پړ مې کړه ، مړ مې کړه
پۀ شيدو سوی ، مستو ته ورپوکي
پلټونکی پيداکوونکی دی
پياز دې وي ، پۀ نيازدې وي
پۀ حلوا،حلوا ويلو خلۀ نه خوږېږي
پر ملايي لمبول دي ، بښل يې پر خدای دي
پلار ګټلې پر زوی اسانه دي
پردی کټ تر نيمې شپې وي
پۀ پښتو کې به پښتۍ ماتوې
پۀ منډه نه . پۀ ټنډه ده
پټکی چې له سره ولوېږي ، او پر وږو تم شي هم نه دی لوېدلی
پۀ خنزيرانو کې هغه ښۀ لا کوم وي ؟
پۀ تيارۀ کې هرڅوک ډارېږي ، څوک نارې وهي ،څوک يې نه !
پز پرې کړي که شرم لرلای ، دچړې نوم به يي نه اخيست
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.