پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
په ما او تا چي روږ دی ، که سل واره نر سونه مو پريږدی
په مځکه کي سيوری نه لري ، په اسمان کي ستوری
په ناسته غُمبر نه کيږي
په نن پسي سبا سته
په وهلو څوک نه سميږي
په هر شي کي ښه او بد شته
په هغه دي خدای مه واهه چي وهل ئې نه وي کړي
په هغه وياله کي چي اوبه تللي وي بيا به راسي
په هندوستان کي ئې ګټي ، په جوره ګلي ئې بايلي
په هر غار ګوتي مه منډه ، پسات به در وسي
په يوه استنجاء لمونځ نه کيږي
په يوه چپلاخه د سلو مخ خوږيږي
په يوه ګل نه پسرلی کيږي
په يوه ځين کي دوه کسه نه ځائيږي
په يوه لاس کي دوه هندواڼې نه اخستل کيږي
په يوه موزه کي دوې پښې نه ځائيږي
په يوه ودانه ، په دوهم بېرانه ، په دريم ډګ ډګنی
پياز دي وي په نياز دي وي
پيا څه کوم ، نياز ئې څه کوم
پېټ نسته ، شرم وغره ته ختلی دی
پېري ته غزنی څه دی
پير که خس وي ، د مُريد بس وي
پير نه الوزي مُريد ئې الوزي
پيل که مړ سي ، يو زنګون اوبه ئې لا په نس کي دي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.