پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
په سړو کي توپير دی ، څوک لعل دی څوک کوټ کاڼی
په سلو وهلی ښه دی ، نه په يوه پړ
په شلومبو که چاغېدلای ، غړکه به چاغه سوې وای
په شيدو سوی مستې پوکي
په شمله دي شوم غلطه ، کور ته چي دي راغلم يوه اوښه بله کته
په ښادې دي ښاده نه شوم ، په غم دي تور تلبه وسو م
په ښه پردي خپليږي ، ابراهيم د بدو چاري کړي خپل ئې پردي کړل
په غرمو ئې وګټه ړ په سيوري ئې وخوره
په غرمه کي اور بليږي . سورنا چي ورته رقصيږي
په غم پسي ښادي ده
په غمو کي د انا غم غيم
په غوجل کي چي يوه ومېژله ، رنګ ئې د ټولو بد کړ
په کام پسي ناکام دی
په کډؤ کي ئې ډبره اچولې ده
په کولمو کی ئې خواړه وچ ، خبري د غورمچ . ( الغوچ )
په کور کي يو ټک دارو نه لري ، پر ځان ئې نوم غمباره ايښی دی
په کور کي نه کوک نه پياز ، ارږی د وازګو
په ګرځېدو نه مري ، په کښېنستو مري
په ګورم کي ئې غوا نه درلوده ، د ګوروان سر ئې مات کړ
په ګوړه ويلو سره خوله نه خوږيږي
په ګوښه کي هم ځوانان شته
په ګېډه کې فرزند ، نوم ئې ارجمند
په ګېډه مي شوتل دي ، په ملا مي توره سپر دي
په لنګو مېږو کي ازان وکی
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.