پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
په څاڅکي څاڅکي ډنډ جوړيږي
په خپلو خپل ، په پردو پردی
په خپله کوڅه کي سپی هم زمری وي
په خره ئې وس نه رسيده پر پالانه ئې راواچول
په خندا پسي ژړا ده ، په ژړا پسي خندا ده
په خواره ځمکه کي هر واښه شين کيږي
په خوله خوږ ، په کونه کوږ
په خوله لااله ، په زړه غلا
په دوبي چېري وې چي په ژمي سېوري کوې
په دنيا باور مه کوه ، ګاهي لوړ ده ګاهي ځوړ
په درنو دروند په سپکو سپک
په ډيری کې خوره ، په لږ کې وېشه
په ډيرو ليوني خوشحاله د ي
په رنګ ښايسته ، په عمل خواره خسته
په ړنديانو کي چپک اغا دی
په زحمت پسي راحت دی
په زهيرو زړو ګوتي مه واهه
په ژرنده کي دي شپه شه د زوم کره دي مه شه
په سات کي تل خوابدي پېښېږي
په سپکو سپکتيا ، په درنو ددروند تيا
په سپين سر ، مزل پر سر
په سپي زوی ، تل پلار ښکنځلی وي
په ستړي مشي د چا څه شي ، زړه ئې ښه سي
په سترګو ګوري ، په زوی لوړي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.