د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
13 متلونه موندل شوي
م

مېړۀ مړ کړه ، خو مېړانه يي مه وژنه !

م

مېړونه غرونه دي ،ښځې يي اړمونه دي

م

مرغان هم هغه سره ګرځي چې بڼې يي سره لګېږي

م

مرغۍ پۀ خپلو بڼو ښه ښکارېږي

م

مينه ړنده ده

م

مېلمه د خدای دوست وي

م

مړی چې خدای شرموي ، پر تخته يي معامله ګډه وډه شي

م

مار خوړلی له تور پړي هم وېرېږي

م

مار ته پۀ لستوڼي کې ځای مه ورکوه

م

مه وکړې هغه منډه چې مې کونه شي بربنډه !

م

مار چى هر څومره خوار شى بيا هم څنګښى نه خورى

م

مال په دهقان سپاره، دهقان په خدای

م

مزدور چې له کال نه تېر شي، د کاله واکدار شي