پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
16 متلونه موندل شوي
له غرونو لوېدلي به پورته شي ،خو له زړونو لوېدلي به پورته نۀ شي !
له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه
له قامه سره خوره ، له قامه سره مره
لمر پۀ دوو ګوتو نه پټېږي
له بارانه تښتېدم ،تر ناوې لاندې مې شپه سوه
لوی مې کړې لويي مه راکوې
له مړو آواز نه راپورته کېږي
له پخلا شوي دښمنه ځان ساته
لال پۀ ايرو کې نه پټېږي
له لوږې مړ شه خو د سوال دارو مه خوره
له آزاره چا بازار نه دی موندلی !
له يوۀ لاسه ټک نه خېژي
له وچو سره لاندۀ هم سوځي
لرګي تراشه (توږه)، سړي ځنې جوړوه
له کونډې سره چې هر څومره ښه کوې، دا پخوانی مېړه یادوي
لیلي ته د مجنون په سترګه ګوره!
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.