پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
280 متلونه موندل شوي
دزورورمخې ته مه ځه او داّس شاته مه ځه
دزوم خټه دخسردكاله وي
دزوراّوراوبه په پيچومي خيږ ي
ددرواغوګوډى دى
دسپي دغپ پسې مه ځه
ديوسړي مارپه ګيډه تيرشوخفه واوويل يې چې دايې لارشوه
ددوبي كورداخترپه ورځ معلوميږي
دزروقدرپه زرګروي
دسروپيزوانه ګړنګوزوړكړې
دسلوغويانوخاونديولنډي ته ودريږي
دښمني دسرې اوردى نه مړكيږي
دشرم تيزدكونې په سروي
دشګونه پړي نه غښتل كيږي
دسپې مرګ په ګيدړاختردى
دسلوكالوموړپه سلوكالوكې نه خواريږي
درستم نوم درستم نه ښه دى
دښارنه زه راغلم دنرخ خبرې ته كوې
دسلوكالووږي په سلوكالوكې هم نه مړيږي
دسوال دژوندنه مرګ ښه دى
دسيندنه مړي چاګټلي
دسلوقصابانوونډۍ ده
دسلوبللوځاى كيږي خوديونابللي نه
دسيوري ونه خورمانه نيسي
دسختۍ نه څوك نه مري
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.