پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
280 متلونه موندل شوي
د پیشي اول ټس ته څوک ځان نه نیسي
د ډم سترګې به تل په نغري وي
دریاب په لپه نه کمېږي
د سپي دم زده کړه، خو کوتک له لاسه مه غورځوه
د ښار دروازې تړلې کېږي، د عالم خولې نه تړل کېږي
دښمني په سلام نه ورکېږي
د غریب په مرګ څوک نه ژاړي
د لندو خټو لږې اوبه دارو دي
د مور يې شړۍ لنګ وګوره، د لور يې شرنګ پرنګ وګوره
د ورځې د توتو په خوړلو شرمېږي، د شپې يې له پچو سره خوري
د وطن په قدر، مسافر ښه پوهېږي
دوه ګوتې مې تورې کړې، په تا خوارې مې پورې کړې
دوه مرغان، یوه يې ځاله، خبر نه دي یو د بل له حاله
د هر چا ښه، د خپل ځان ده
د هر شي خوند په مالګه ښه کېږي، د مالګې خوند به په څه ښه شي
د هوا مرغۍ شل د پیسې
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.