پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
112 متلونه موندل شوي
خوله چي اموخته شي ، آس نه دی چي قېضه شي
خونه که مي وسوه ديوالونه خو ئې پاخه دي
خوند د فکرو زيات دئ ، ترخوند د بکرو . ( ځيني وايي : خوند د چکر زيات تر پکر )
خيراتي آس ، غاښ ئې کتل ؟
خېښي په خوښي ، سودا په رضا
خواره چې مَړه سوه ،نو مړه سوه
خوار سړی ، سور يې سپی
خپله ژبه هم کلا ده ،هم بلا
خپل عمل د لارې مل
خندی دغاړې غړوندی دی
خبره کوه د خدای لپاره ، کوتک وهه د ورور لپاره
خپل عيب د ؤلي منځ ، د بل عيب د کلي منځ
خر يار کړه ، مطلب پرې بار کړه
خټکی چې خټکي ته وګوري ، رنګ واخلي
خپل لونه لورمه پټوه
خپله خوله دى هم کلا ده هم بلا
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.