د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
112 متلونه موندل شوي
خ

خوار خدای کړې ، سپی چا کړې ؟

خ

خوار سو ، د ټره ونه لويده

خ

خوار سړی ، ابلک ئې سپی

خ

خوار کبرجن ، زوړ زناکار خدای نه بخښي

خ

خواره وږې ، څه به وخورې د سوي دسبزی

خ

خواره بازاري ، هغه ته هغه خواري

خ

خواره سې مکاري . چي هم جنګ کوې هم ژاړې

خ

خواره کی هغه مينځه ، چي د مينځي کونه مينځي

خ

خواره سې چرګي . چي له خياله مستک نه خورې

خ

خواره بدي غواړم نه د ورور د مرګه

خ

خوار هندو دی چه ايمان نه لري

خ

خواره هغه کړې چي ګاللای شي ، بوره هغه کړې چي ژړلای شي

خ

خواري لوي تخت به زه درکړم ، بخت دي خدای

خ

خواري د مړو په شا ده

خ

خواړه د رنګه خوړل کيږي

خ

خواښي پر زوم ريږدي ، زوم پر لور ور پرېږدي

خ

خوري تخت به زه درکړم ، بخت د ي خپل دی

خ

خورئې د ماما د ميني دښمن دی

خ

خورې سوړ سک ټېغ د د پلاو باسې

خ

خوږ به دي کړم ، نو نه تر ځان

خ

خوشي خواري ، دلور په لمسي

خ

خوله په غاښو ښايسته وي

خ

خوله د ي خپله ، ګل په وله

خ

خوله په مميزو مه امخته کوه