پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
خر په پالانه نه درنيږي
خر په اته ، کوټې ئې په شپېته
خر په وهلو نه آس کيږي
خرپه غره کي بوعلی دی
خر په سبا څه خبر
خر نه دی کچر دی ، په پوري د خره سر دی
خر چي تر خره پاته شي ، غوږ ئې پريکه
خر چي پردانه مړ سي شهيد دی
خر چي تر مکې ولاړ سي هغه خر دی
خر دباره سره خوري
خر که مري ، ديګان به وړي
خر له باره ولوېدی ، دګوزو ونه لويده
خر وځان ته حيران و ، خاوند ئې بار ته
خرې موري ، خوږې موري
خر هغه دی ځل ئې نوی دی
خره ته دي خدای ښکر نه ورکوي ،که ورکي د غويو نسونه به څيري کي
خره ته ئې ويل زوی ته وشو ؟ ده ويل څه ئې کوم هغه به خپل بار وړي ، زه به خپل
خره ګله که ، بيا ګله که
خلګ په ليوني پوري خاندي ، ليونۍ په خلګو پوري
خوار چي خوار سي ، باک ئې نشته .عزيز کرده سړی چي خوار شي تل دي ژاړي
خړ سپی د شرموښ ورور دی
خوار په خپله خواري نه شرميږي
خوار تلتک نه درلوده ، چي پيدا ئې کړ ، تر غرمې پکښي پروت و
خوار کبرجن د خدای دښمن دی
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.