د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
112 متلونه موندل شوي
خ

خپله خوله هم کلا ده ، هم بلا

خ

خپله پښه ، خپله پڼه پېژني

خ

خپله خوله په بل نه وچيږي

خ

خدای د کراری مل دی

خ

خدای د ناروا ؤ مل نه دی

خ

خدای په ريشتيا خوښيږي

خ

خدای دحق ملګری دی

خ

خدای شړلی نه سميږي

خ

خدای وهلی د خلګو نه شرميږي

خ

خپله لاسه ګله لاسه

خ

خدای د ناروا ملا نه تړي

خ

خدای دي په هغو پوښته چي لري ئې

خ

خدای او مړو سره وپېژانده ، خو مړونه او مړونه نه سره پېژني

خ

خدای دي هيڅوک داسي نه که ، چي خپل درنه که د بل سپکه

خ

خدای يو دی ، روزۍ ئې ډيري دي

خ

خدای چا ليدلی نه دی پر صنع اوقدرتو ئې پېژني

خ

خدای خبر دی ، چي تره کاپر دی

خ

خدای او پاچا ئې راکوي ، شيخ مير ئې نه راکوي

خ

خدايه لوی مي کې ، لويي را مه کې

خ

خدايه لويه ! ما وساتې بې زويه

خ

خدای وائې ته حرکت کړه ، زه به برکت کړم

خ

خرابه ښځه د بل ده

خ

خر پر لار که ، خپله چار که

خ

خر پلار که ، خپله چار که