د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو متلونه

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو متلونه

د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې

1218 متلونه
112 متلونه موندل شوي
خ

خانده خانده ، ښه کور دي اوډلی دی

خ

خان صاحب ! يو تار ورېښم نه خوړ ، لس زره روپۍ ئې وخوړلې

خ

خاوره د خُسر د ګوره اخيستل کيږي

خ

خبر د خدای لپاره ، لوړ د ورور له پاره

خ

خبره تر خبري پوري ياديږي

خ

خبري کي افغانې کوي ، نې پلار نه ېې ادې کوي

خ

خبري زده که بيا ئې وکه

خ

خبري ډيري ، سر ئې يو

خ

خبري ښې کوې . لکۍ ئې کږې کوې

خ

خپل سر په خپله نه خريل کيږي

خ

خپل عمل د لاري مل

خ

خپل عېب د اوږو مېنځ دی

خ

خپل که دي مړ کي ، ولمر ته دي نه غورځوي

خ

خپل کور ، يا خپل ګور

خ

خپل پر تنګسه په کار دی

خ

خپل دا په نس ، دبل دا په وس

خ

خپل بدي وژړوي ، پردی به دي وخندوي

خ

خپل به ازار سي بېزاره کيږي نه

خ

خپل دا مي خپله کې ، که د بل دامي هم خپله کې

خ

خپل ځان د ي ساته ، بل ته مه وايه چي غله

خ

خپل مال تر سترګو لاندي ښه دی

خ

خپل وطنه ، ګل وطنه

خ

خپل خپل ، پردی په ډيرو نارو خپل

خ

خپل خپل وپېژنه ، پردی پردی