پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
تر ناپوه دوست ، هوښيار دوښمن ښه دی
تر نکه ئې وپوهېدې؟ ډير دي
تر ورخ چي اوبه تېري شي ، بېرته نه را ګرځي
ترور نيمه مور
تروری تروری ، موږ به سره جوړ سو ستا ئې پاته مخ توری
تر وېش ئې په چور خوشحاله دي
ترياکي دوه په ايکي
تر يوې خرما دوې وڅکي ښې دي
ترهېدلی خو ترهېدلی دی ، نو ښه پسي چغي که
تږی په خوب اوبه ويني
تږی سپی ئې پر کور نه اوبيږي
تشه لاسه دښمن مي ته ئې
تښتي له سېرلي ، غول کړي په زمري
توبه د مړو خالي ده . ( توبه ، د يو علاقې نوم دی د قندهار په جنوبي سرحد کي )
توپکه مه د ي خوله سه ، مه دي کونه
تو ، په شونډانو کيږي
توتکۍ وای بې ازاره ده ، ويل د ځمکي د چنجيانو وپوښته
تور په توره شپه اخله ، چي سور وينې سين مه اخله . ( مراد ځيني غوا يا غوايی دی دا د بزګرو متل دی )
تور د تور دی ، ژيړ د نجنو دی
تور سپی د اوزګړي په بيه خرڅېږي
توره کښلې ، کونه کښلې
توره په اصيل والي غوڅه کوي
توري نور ځوانان وهي ،منصب سدو وخوړی
توري چرګي سپيني هګۍ اچوي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.