پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
تارو وخوړه کهۍ ، که ئې دا کهۍ په زړه وه بيا به نه ځي په غدی
تارو يو مرغه دی ، چي چا ونيو د هغه دی
تازيان چي هوسۍ وهي د هغو خولې توري وي
تازي چي تر تازي پاته شو لکۍ ئې غوټه پرې که
تر اوبو د مخه ګاولي مه کاږه
تر باغ ئې مورۍ لو ده
تربور ته بې وروره مه سې ، ورور ته بې زويه ، پلار ته بې موره
تر بېکاري ، بېګاري ښه ده
تر بې عقل خپل ، هوښيار دښمن ښه دی
تر بېکاره کښېنستل لور زېږول ښه دي
تر پردي زوی خپله لور ښه ده
تر پښو لاندي مځکه مه ګوره ، ليري واټن ګوره
تر تياره برخه مه تېريږه
تر خوښ نس را پېښ
تر خوړلي لا اميد ښه دی
تر دې ئې تېر ، هغه نور ئې ستا ګنډهير
تر رمې ئې سپي ډير دي
تر زرين پوښه پياده ، د غوايي سپور ښه دی
تر سړه ګټه ترت تاوان ښه دی ږ
تر کورني سړي ، ګښته خر ښه دی
تر شير ئې په ښوروا خوشحاله دی
تر مز ئې شکردانه ډيره ده
تر مړه زمري ، ژوندی ګېډړ ښه دی
تر مور او پلار خوږې ، راکښېنه که ورجي غوښي خورې . ( مراد د مخاطب څخه ماندينه ده )
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.