پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
113 متلونه موندل شوي
اول ځان پسى جهان
امانت ځمکه هم نه خيانتوي
انسان تر کاڼى کلک تر ګل نازک دي
اوبه په ډانګ نه بيليږى
اوبه له سره خړى دى
اوبه به تيرى شى کاڼى پاتى کيږى
اوسپنه پر اوسپنه ماتيږى
اوښ په بډه نه وهل کيږى
اول زده کړه بيا کوژده کړه
انتظار له وژلو زيات دى
آسمان چى څومره غريږى هومره نه وريږى
اصيل ته اشارت کم اصل ته کوتک
اختر پټ ميړه ندى
ابا مه ګوره خورجین يې ګوره
آسان يې نالول چونګښو هم پښې پورته کړې
انا مړه سوه تبه وشلېده
اوښ که هر څو نه لوی دی الوتې نه سي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.