پښتو متلونه
د ولس تجربې، د ژوند لارښوونې
1218 متلونهد متل د پیل توری وټاکئ
اوبه چي تر غاړ ي ورسيږي ، زوی تر پښو لاندي کيږي
اوبه په کمزوري ورخ ماتيږي
اوبه د سر دپاله خړيږي
اورته خپل او پردی يو دی
اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟
اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکښي يو لپه ده
اور له خپلي لمني بليږي
اور او اوبه نه سره يوځای کيږي
اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي
اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟
اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی
اوړه ئې د ميچني ، زامن ئې د چخني
اوړه ئې يوت نشته شل ئې تنورنه دي
اوسپنه په اوسپنه ماتيږي ږ
اوس دي ويښی کړې چي د ماشو پر وړ دي وخوړ
اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چي بې پرسي ده
اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي
اوښ په غلبېل نه دريږي
اوښ په خپلو متيازو کي ګوډيږي
اوښ په سر باری نه درنيږي
اوښ تر پله لاندي نه سي پوټېدلای
اوښ ته ئې ويل الغبندي وکه ، ده ويل په کمو لاسو
اوښه ، هر څه دي بې هوښه
اوښ ته ئې ويل! لوړ دي خوښ دي که ځوړ ؟ ده ويل دريم ئې هم بد دی چي خټي دي
متل ونه موندل شو. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.