پښتو لنډۍ
د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې
2267 لنډۍد لومړۍ مسرې د پیل توری وټاکئ
ګودرته راغلی برابره
يا خو لګۍ راکړه يا منګی در ماتو مه
ګودرته څی ناوخته کيږی
د خيال کاته کوی په اور يې ستی کړ مه
ګودره بخت دی غلبه دی
د پيغلو جنو سيل کوی حيران دی کړمه
ګودره ټول درته لو ګی شم
په سور سالو کې ليلا ستا خواله را ځينه
ګودرکې هره ورځ اختر وې
رنګ رنګ پکې وی د خو بانو محلسونه
ګودرکې هره ورځ اختر وې
منګي په سر ورله راځی جو نی سيلونه
ګور له ځم را پسی راشه
منګي مې دوه دي نری ملا مې ما تو ينه
ګوره چې واردې خطانۀ شي
عالم نېستۍ ته اړمونه ورکوينه
گلاب د اصله شهزاده دی
رامبېل چامبېل يې نوکران نيولي دينه
گلونه ډير درسره راوړه
زه د اوربل دپاسه چتر جوړومه
گوتې بنگړي د دنيا دود دي
زه له نيستمن جانانه نه غواړم دودونه
گوتې قلم ته په ژړا شوې
ليک به باقي وي موږ به تورې خاورې يونه
گودر ته دواړه خويندې راغلې
مشره ويشل کړي کشه غشي ورکوينه
گودر ته ځم راپسې راشه
ما په منګي کې پراټې راوړي دينه
گوره ښېرې به درته وكړم
نوره مې مه اخله دخوږ زړه ازارونه
گيلې به ډېرې ورته وکړم
که مې يو ځل د سور پالنګ ملګری شينه
لنډۍ ونه موندل شوه. بله کلمه یا بل توری وټاکئ.