د افغان کرکټ د مینه‌والو کورEnglish ↗
افغان اتلان
افغان اتلان

پښتو لنډۍ

افغان اتلان · پښتو ادب

پښتو لنډۍ

د ولس د زړه خبرې، په دوو مسرو کې

2267 لنډۍ
51 لنډۍ موندل شوې
ک

که ديدن غواړې راته ګوره
زه به ډوډۍ په تناره وځنډومه

ک

که ديدن کړي تلوار راوکړه
کور کې څوک نشته زه يوازې ناسته يمه

ک

که دی زما ديدن ياد يږی
د ګودر غاړه اجاره واخله مينه

ک

که دیدن کړې ګودر ته راشه
زه به منګی په لپو ورو ورو ډکومه

ک

که دې خندلي راته نه وای
غريب سړی وم خپل ژوندون به مې کوونۀ

ک

که دې زما دیدن یادیږي
د ګودر غاړه اجاره واخله مینه

ک

که زړه ته سل تسلي ورکړم
سترګو ليدلی جانان کله هېروينه

ک

که زړه ته سل تسلي ورکړم
سترګو ليدلۍ جانان کله هيروينه

ک

که ستا نه سل ځله توبه کړم
په ما مين زړه مې توبې نه قبلوينه

ک

که سلام غواړې خط به درشي
که ديدن غواړې خدای ته پورته کړه لاسونه

ک

که سږنی اوړی خدای وکړي
ماته جانان د سور پېزوان ويلي دينه

ک

که ليونۍ دی زما يار دی
زه مې خپل يار په شاهزاده نه بدلومه

ک

که لېونی يې زما خوښ يې
خلک ياري د لېونو سره کوينه

ک

که مخامخ دیدن مو ګران دی
په موبایل خو راکوه د زړه حالونه

ک

که مرور شې ځان به خوار کړې
جنکۍ کله مرور پخلا کوينه

ک

که مساپر شي بيا به راشې
د تورو خاورو مساپر کله راځينه

ک

که ملامت يم ما دې مړ کړي
چې بې ګناه يم سر مې ولې غوڅوينه

ک

که مور او پلار دې خدای رضا کړل
د ماما ګانو به دې زنې ونيسمه

ک

که مې نصيب د بدو نه وای
په شين چمن به مې منګی نه ماتېدنه

ک

که نامردي دی جنګ کې وکړه
لکه د ښځو به ټيکرۍ در په سر کړمه

ک

که نصيبونه خرڅيدلای
ما به دا خپل نصيب وړيا ورکړي ونه

ک

که په ميوند کې شهيد نشوې
خدايږو لاليه بې ننګۍ ته دې ساتينه

ک

که په ميوند کې شهيد نه شوې
خدايږو لاليکه بې ننګۍ ته دې ساتينه

ک

که څوک باچا د زمانې شي
د جانان مينه به يې کوڅو کې ګرځوينه